پوهنمل حسیب الله ایازی, نجیب الله بلوچ · Farah Research and Scientific Journal 2026 · 2026
DOI: 10.67753/frsj.v3i2.211
Counts differ because each database indexes a different set of publications. We treat OpenAlex as the canonical count; Google Scholar is not shown (no API, and crawling it violates its ToS).
مصنوعي ځیرکتیا په وروستیو کلونو کې د تحلیلي کیمیا په ډګر کې د یوه نوښتګر او بدلون راوستونکي ځواک په توګه راڅرګنده شوې ده. د معلوماتو د چټک تحلیل، د کیمیاوي پروسو د غوره کولو، د پایلو د وړاندوینې او د علمي موندنو د چټکتیا له امله د مصنوعي ځیرکتیا کارونه په تحلیلي کیمیا کې په بې ساري ډول زیات شوي دي. خو له دې سره سره له ګڼو اخلاقي پوښتنو او ننګونو سره مل دي چې د علمي مسؤلیت، شفافیت او ټولنیز خوندیتوب له پلوه جدي پاملرنې ته اړتیا لري. د دې څېړنې اساسي مسئله دا ده چې په تحلیلي کیمیا کې د مصنوعي ځیرکتیا د پراخې کارونې اخلاقي اغېزې، احتمالي خطرونه او مسؤلیتونه په کافي اندازه نه دي ارزول شوي. له همدې امله، د څېړنې موخه دا ده چې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې مهم اخلاقي ابعاد، فرصتونه، ننګونې او راتلونکې اغېزې وڅېړي او د مسؤلانه او خوندي کارونې لپاره علمي لیدلوری وړاندې کړي. څېړنه په کتابتوني او مروریزې کړنلارې ولاړه ده، چې د موضوع اړوند (۴۳) علمي مقالې، نړیوالو اخلاقي چوکاټونه او معتبرې علمي سرچينې چې کلنۍ محدوده یې له ۲۰۱۵ تر ۲۰۲۶ پورې وه، کتل شوې او معلومات یې په تحلیلي او انتقادي ډول ارزول شوي دي. د څېړنې موندنې ښيي چې مصنوعي ځیرکتیا کولی شي د تحلیلي کیمیا دقت، چټکتیا او اغېزمنتیا لوړه کړي؛ خو ورسره د معلوماتو د تعصب، شفافیت د نشتون، حساب ورکونې، فکري ملکیت، امنیتي خطرونو او ناوړه استفادې په څېر اخلاقي ننګونې هم رامنځته کوي. د دې مروري څېړنې تمرکز په تحلیلي کیمیا کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې اخلاقي اغېزو، فرصتونو، ننګونو او د مسوولانه راتلونکي پلي کېدو پر لیدلوری دی.
No comments yet — start the discussion below.